1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

کريسپر ميتود د ړوندوالي قسمي درملنه کوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۸, سه‌شنبه

څېړونکو د CRISPR-Cas9 ميتود کارولی، څو په لويانو او کوچنيانو کې د مورزاده ړوندوالي درملنه وکړي. دوی ويلي دي چې هيله لري ډېر ژر به دغه مريضان ورغیږي.

https://p.dw.com/p/4faXj
د کريسپر جين ايډيت ميتود له ځينو هغو کسانو سره مرسته کړې چې د ارثي ړوندوالي کړيدل
د کريسپر جين ايډيت ميتود له ځينو هغو کسانو سره مرسته کړې چې د ارثي ړوندوالي کړيدلانځور: focalpoint/IMAGO

ساينس پوهانو ويلي دي چې د انسان د جين د ايډيت کولو يا پکې د لاس وهنې د CRISPR-Cas9 ميتود یې کارولی څو د هغو انسانانو درملنه وکړي چې له ارثي او يا مورزاده ړندوالي کړيږي.

څېړونکو ويلي دي چې د يوې کلينيکي څېړنې په ترڅ کې له ۱۴ څخه ۱۱ کسانو بې له سترو جانبي عوارضو په خپل ديد کې ښه والی تجربه کړی دی.

دوی ويلي دي چې دا لومړۍ څېړنه وه چې د هغو ماشومانو د علاج په موخه پکې د جين درملنه کارول شوې چې د ړوندوالي له يوه ډول سره زيږيدلي ول.

د هارورډ پوهنتون د «هارورډ ميديکل سکول» په نوم طب پوهنځي څخه ايرک پيېرس، چې د دې څېړنې مشري یې کوله، وويل چې ګډونوال له دې کبله ډېر هيجاني ول چې وېې کولی شول پخپلو قابونو کې پراته خواړه وويني.

پيېرس د یوې اعلامیې په ترڅ کې ويلي: «دا هغه کسان ول چې د نظر د سنجولو پر لوحه یې يوه کرښه هم نه شوه لوستلی او د درملنې هیڅ چانس یې نه درلود. د نوموړي په وينا دا د هغو له پاره چې د شبکيه يا ريټينا له ارثي اختلال کړيږي، يو تريخ حقيقت دی.

د دې څيړنې نتايج د «The New England Journal of Medicine» په نوم مجله کې د می میاشتي پر ۶ نیټه خپاره شول.

کريسپر ميتود د «رڼا څرک» دی

دې څېړنې ته د  BRILLIANCE يعني «ځلا يا رڼا څرک» نوم ورکړل شوی وو او ۱۲ لویانو او دوو ماشومانو پکې ګډون کړی وو چې ټول یې د « Leber congenital amaurosis» يا «ال سي ای» په نوم د ارثي ړوندوالي د يوه نادر ډول څخه کړيدل.

ال سي ای په کابو هرو ۴۰ زرو انسانانو کې يو اغیزمنوي او د ژوند په لومړيو کلونو کې د سترګو د ديد د سخت خرابوالي باعث کیږي.

د دې ړوندوالي علت [Gene Mutation] په جين کې ناڅاپي بدلون دی چې د دې مخه نيسي چې پروتين په سمه توګه کار وکړي. دا « CEP290» پروتین د سترګو د نظر له پاره ډېر مهم دی.

د څېړنې ګډونوالو د کريسپر جين درملنې يوازې يو د « EDIT-101» په نوم دوز ترلاسه کړی.

کريسپر – کاس ۹ د ډي ان ای يا جنتیکي موادو د بدلون يوه دقيقه لاره ده. په دې ترڅ کې د ډي ان ای ځانګړې برخې پرې کول کيږي او له يوې نوې برخې سره يوځای کيږي.

د ايډټ – ۱۰۱ په ترڅ کې د ډي ان ای له مزي يا ريښې څخه د «سي اي پي ۲۹۰» برخې ميوټيشن يا په جين کې ناڅاپي بدلون راپرې کيږي او پر ځای یې په جين کې د ډي ان ای يوه صحت منده يا روغه برخه پيونديږي. په دې توګه د سي اي پي۲۹۰ پروتین پر نورمال فعاليت لاس پورې کوي او شبکيه هم د رڼا د پيژندلو جوګه کیږي.

په ۲۰۲۰م کال کې ايمانويله کارپنتر، او جيفر ای. داودنا، ته د CRISPR-Cas9 د کشفولو له کبله د کيمیا د برخې نوبل جایزه ورکړل شوې وه.

ايډيټ – ۱۰۱ جين درملنه نظر ښه کوي

د BRILLIANCE څېړنې په ترڅ کې دا وآزمويل شول چې ګډونوال د درملنې ترلاسه کولو وروسته رنګه رڼاګانې په څومره ښه توګه ليدلی، د مختلفو رڼاګانو په موجوديت کې د يوې کوچنۍ کږې وږې لارې تيریدل او د نظر د معلومولو يوه لوحه لوستلی شي.

د زړه د بای پاس عمليات د درې بعدي چاپ کوونکو په مرسته؟

د دريو په استثنا په کابو ټولو ګډونوالو په نظر کې يو څه ښه والی راغلی وو. شپږو ګډونوالو ډېر ښه والی تجربه کړ او ویې کولای شول شيان وپيژني او پر لوحه ټکي ولولي.

د څيړونکو په حواله ايډيټ ۱۰۱ هیڅ جدي جانبي عوارض نه لري. ځینو مريضانو يو څو شکايتونه درلودل خو هغه ژر له منځه ولاړل.

د کريسپر جين ایډټ راتلونکی

تر ۲۰۰ ډېر ناروغان د کريسپر تجربوي تکنالوژۍ په مرسته تداوي شوي دي. خو تر اوسه د « Casgevy» په نوم د کريسپر درملنې ته د کلينکي استعمال اجازه ورکړل شوې ده چې له ۲۰۲۳م کال راهېسې په امريکا، بريتانيا او اروپايي ټولنې کې ترسره کیږي.

ساينس پوهانو ويلي دي چې د جين د ايډيټ يا پکې د لاس وهنې تکنالوژي يوه نوي پړاو ته د داخليدو په حال کې ده چې د دوی په وینا کولی شي د بېلا بيل ډول مريضيو په درملنه کې مرسته وکړي او کيدای شي ښه نتیجه ورکړي.

د نورو څېړنو په ترڅ کې د کريسپر درملنې ميتود د اچ آي وي او ايدز، شکرې، سرطان او زړه د ناروغيو تداوۍ په برخه کې آزمويل کیږي.

ب. ص/ ن. ز (Fred Schwaller)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب