1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين له اروپايي اتحادیې سره د دوامدارې همکارۍ غږ کړی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۷, دوشنبه

د چين جمهور رئيس په پاريس کې وويل چې اروپا به د چين د سياست د «لومړيتوب» په توګه پر ځای پاتې شي. د اروپايي اتحادیې د کمېسیون مشرې په دې منځ کې خبرداری ورکړی چې د چين له حده ډېره عرضه د عدم توازن باعث ګرځي.

https://p.dw.com/p/4fYYI
د چین ولسمشر شي جين پينګ د فرانسې له ولسمشر ایمانويل مکرون سره
د چین ولسمشر شي جين پينګ د فرانسې له ولسمشر ایمانويل مکرون سرهانځور: Gonzalo Fuentes/REUTERS

د چين ولسمشر شي جين پینګ، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د می۶) وويل چې اروپا د پيکنګ د بهرني سياست د لومړيتوب په توګه پرځای پاتې کيږي.

نوموړي دا څرګندونې په پاريس کې د فرانسې له جمهور رئيس ايمانويل مکرون، او د اروپايي اتحادیې د کميسيون له مشرې اوزولا فون ډېر لاين، سره د ليدنې کتنې پر وخت وکړې.

په دې وروستيو کلونو کې د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ په تجارتي اړيکو کې ترنګلتياو زور اخيستی دی او اتحادیه مخ پر زياتيدونکي ډول د نړۍ پر دغه دويم ستر اقتصاد د خپل انحصار راکمولو له پاره هلې ځلې کوي.

په پام کې ده چې شي جين پينګ به تر فرانسې وروسته هنګري او صربستان ته ولاړ شي.

شي له اروپايي اتحایې سره د دوامدار مشارکت غږ وکړ

د چين مشر وویل چې بروکسل او پیکنک بايد مشارکت ته ژمن واوسي.

نوموړي وويل چې چين تل له اروپا سره اړیکو ته په ستراتیژيک او اوږدمهاله ليدلوري ګوري او ویې ویل چې دا لويه وچه د چين د بهرني سیاست لومړيتوب دی.

په دې ترڅ کې د فرانسې ولسمشر مکرون، شي ته وويل چې د اروپايي ټولنې او چين له پاره مهمه ده چې پر «سترو بحرانونو» لکه د اوکراين او منځني ختیځ د کړکيچونو پر وخت همغږي ولري. نوموړي همدا راز د اروپا او چين د تجارت په ترڅ کې «د ټولو له پاره پر شفافو مقرراتو» ټینګار وکړ.

مکرون، وويل: «زموږ د لویې وچې راتلونکې به په ډېر څرګند ډول زموږ پر دې وړتيا انحصار ولري چې له چين سره په متوازن ډول د خپلو اړيکو پراخولو ته دوام ورکړو.»

فون ډېر لاین چين د «بازار پر تحريف» تورن کړ

په ورته وخت کې د اروپايي اتحادیې د کمیسيون مشرې اورزولا فون ډېر لاین، د هغه څه په اړه چې دې د چين له خوا د «بازار د تحريف ګامونه» وبلل، خبرداری ورکړ او ویې ويل چې د اليکترونيکي موټرو او فولادو د صنعت له پاره سبسايدي يا دولتي مرسته ښايي د «اروپا غير صنعتي کولو» باعث شي.

نوموړې وویل: «چين دمګړۍ د کمزورې سيمه ایزې تقاضا له وجې د خرڅلاو په پرتله د ډېرې پراخې دولتي مرستې پر مټ په توليد بوخت دی.»

فون ډېر لاین ټينګار وکړ: «دا څه د چین د سبسايډي شويو توکو له حده ډېرې عرضې باعث ګرځي لکه د اليکترونیکي نقليه وسيلو او فولادو چې پايله یې غير عادلانه سوداګري ده.»

هغې وويل چې نړۍ د چین له نصابه ډېر توليدات نه شي جذبولی او دا چې بروکسل به د جي ۷ ډلې له هغو غړيو سره همغږي وکړي چې د چین له تګلارو اغیزمن شوي دي.

نوموړې پر اروپايي اتحادیې د تامين د خپلو کړيو د انعطاف پذیرۍ د پیاوړي کولو غږ وکړ او څرګنده یې کړه: «بازار ته د لاس رسي د برخې اوسنۍ نابرابري پايداره نه ده او باید پام ورته وشي.»

اروپايي کميسيون همدا راز اعلان وکړ چې د چين د اليکترونيکي موټرو ممکنه تعرفې به څيړي. خو فون ډېر لاین پر دې هم ټینګار وکړ چې اروپایي اتحاديه «له چين څخه د جلا کیدو» په لټه کې نه ده.

د ۲۰۲۲م کال په فيبرورۍ میاشت کې په اوکراين کې د روسیې د جګړې له پېل راهېسې اروپايي چارواکي مخ پر زياتيدونکي ډول د چين او اروپايي اتحادیې د اړيکو د ښه والي هڅه کوي.

فون ډېر لاین، همدا راز پر چين غږ کړی دی چې په اوکراين کې د جګړې د ختمولو او له دغه هېواد څخه د متوجې اتومي ګواښونو د کمولو له پاره پر روسیې خپل نفوذ وکاروي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters, dpa)

زموږ له آرشیف څخه:

چين د درملو په نړيوال بازار کې خپل نفوذ نور هم پراخوي