1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدخشان کې د لاریونونو لامل؛ د کوکنارو کښت که قومي حساسیتونه؟

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۷, دوشنبه

د طالبانو ادارې لوی درستیز د بدخشان ولایت اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی دی چې له لاریونونو لاس واخلي. په یاد ولایت کې د طالبانو پر ضد د ولسي لاریونونو ریښې څه دي؟

https://p.dw.com/p/4fYSm
د ارشیف انځور: د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د طالبانو ځواکونه
د ارشیف انځور: د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د طالبانو ځواکونهانځور: Omer Abrar/AFP/Getty Images

په تېرو دوو ورځو کې د بدخشان ولایت ځایي خلکو د طالبانو پر ضد لاریونونه کړي. د دغه لاريون خبر د تیرې شنبې په ورځ په ټولنيزو رسنيو کې خپور شو.

د لاریون پیل د درایم ولسوالۍ ځایي اوسېدونکو وکړو چې بیا وروسته ورسره د ارګو او جرم ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي هم د ملاتړ له پاره سړکونو ته را ووتل.

په بدخشانکې يوې ځايي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخېستل شي، دويچه ويله ته وويل چې لاريونونه نن د دوشنبې په ورځ هم دوام لري.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو چې شاوخوا درې کلونه تیرېږي، دا د دغه ډلې پر ضد د ولسي خلکو لومړنی ستر لاریون دی.

په سېمه ایزو رسنیو کې سخت سانسور او د ازادو خبریالانو د نه شتون له امله د لومړي لاس معلومات په سختۍ بهرنیو رسنیو ته رسېږي خو یو شمېر خبرونه د ټولنیزو رسنیو له لوري خلکو ته رسېږي.

طالبان ادعا کوي چې د دغه لاریونونو ریښه د دوی د هغو هڅو پر وړاندې درېدل دي چې غواړي د کوکنارو کښت له منځه یوسي، خو ځایي خلک یې د مخنیولو پر ضد درېدلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي، چي دا لاریونونه هغه مهال رامنځته شوه، چې: «یو شمېر جنایتکارانو پر امنیتي ځواکونو چې د کوکنارو په اړولو بوخت وو، برید وکړ.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تائيدوي چې په لاریون کوونکو د دغه ډلې د پولیسو له لوري په شویو ډزو کې یو ځایي اوسېدونکی وژل شوی او بل ټپي دی.

د ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې قهرجن کسان له طالبانو غواړي چې د دې وژنې عاملین دې ورته وسپاري.

د سرچينو د معلوماتو له مخې چې طالبانو د دغو لاريونونو د کنټرول له پاره تازه دمي ځواکونه لېږلي، خو تر اوسه د دغه لاريونونو په مخنيوي نه دي بريالي شوي.

د لاريون په دويمه ورځ د طالبانو ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې يو پلاوى یې بدخشان ته د کوکنارو کښت د اړولو د پروسې او په پايله کې د رامنځته شويو ستونزو د څېړلو په موخه تللى و.

د طالبانو د دغه پلاوي په جوړښت کې لوی درستیز مولوي فصیح الدین فطرت او د دې ډلې د استخباراتو مرستیال شامل دي.

په یوه خپور شوي غږیز کلیپ کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس پر لاس کېږي، د طالبانو لوی درستیز ځایي خلکو ته خبرداری ورکوي چې له خپلو لاریونونو لاس واخلي. ځینې ​​سرچینې وايي چې قهرجنو لاریون کوونکو د دغه پلاوي لاره بنده کړې ده.

پهبدخشان کې له دغو لاریونونو سره جوخت ځيني راپورونه وايي چې په بغلان ولايت کې طالبانو د دغه ولايت یو ځایي قومندان ملا عزیز د ښځو او خلکو پر وړاندې د طالبانو پر کړنو له نيوکې وروسته نطالبانو نيولى دى.

د دغو لاریونونو انګیزه څه ده؟

یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د خلکو له ګډون پرته د طالبانو حکومت او کړنې د ولسي لاریونونو لامل شوي دي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «د طالبانو د حکومت اصلي ستونزه له ځايي خلکو سره د مشورې نشتوالی دی. دا په دې مانا چې طالبانو له ځایي خلکو سره له مشورې کولو او کوم بدیل وړاندې کولو پرته د کروندو په اړلو پیل کړی دی.»

په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي خبرونه ښيي، چې دغه ناندرۍ قومي رنګ لري او ځايي اوسېدونکو چې ډېرى يې تاجک او ازبک دي، له يادو ولسواليو د پښتون ټبره طالب ځواکونو د شړلو غوښتنه کړې ده.

په ټولنیزو رسنيو کې خپرو شيو ځينو ویډیوګانو کې ښکاري چې د سیمې یو شمېر اوسېدونکي طالبان په ناوړه چلند تورنوي او وايي چې د دوی کورونو ته ننوتلي دي.

فرهادي په افغانستان کې د سېمه ایزو او ژبنیو حساسیتونو په اړه وايي: «افغانستان یو داسې هېواد دی چې بېلابېلې ژبې لري او دا حساسیتونه باید په پام کې ونیول شي. دا ښیي چې طالبان د خلکو غوښتنو ته پام نه کوي او هغه څه کوي چې دوی یې غواړي.»

د طالبانو منتقدینو دغو مظاهرو ته پراخ غبرګون ښودلی او دا یې د طالبانو د ادارې د بې کفایتۍ نښه بللې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وايي، په بدخشان او بغلان کې ولسي لاریونونه «له ځایي خلکو سره د طالبانو ظلم، فساد، جرایم، له شخصي حریم څخه سرغړونه، بې عدالتي او له خلکو سره د دغه ډلې دوه مخې چلند» ښيي.

هغه په ​​خپله ایکس یا پخواني ټویټر پاڼه لیکلي: «دا ناخوښي د ټولو افغانانو په منځ کې شته او د دې لاریونونو لړۍ به ورو ورو په ټولو ولایتونو کې پراخه شي.»

د «افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا» چې د طالبانو پر ضد یو سیاسي حرکت دی، د دغو مظاهرو په اړه ویلي: «د طالبانو له خوا د بدخشان د خلکو ځپل، د خلکو پر هویت او کورونو باندې برید او د په ورته وخت کې ظلم، جبر او د خلکو ټکول دي چې موږ دا جرم ګڼو.»

یو شمېر نورو کارپوهانو بیا پر طالبانو نیوکه کړې ده چې هڅه کوي د وسلو په زور د خلکو لاریونونه وځپي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی ویاند رحمت الله اندړ وايي: «دیکتاتور حکومتونه په ټوپک نه شي کولای امنیت ټینګ کړي.»

واک ته د طالبانو له رسېدو چې شاوخوا درې کلونه تیرېږي، په بار بار خپل مخالفین او منتقدین ځپلي دي، خو په بدخشان کې روان لاریونونه د دغه ډلې پر وړاندې لومړنی ولسي خوځښت دی.

په بدخشان کې د طلا لټه؛ د پور او مرګ خطر منل