1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې دوه شکمن یاغیان وژل شوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۸, سه‌شنبه

پولیسو د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې یې دوه شکمن یاغیان وژلي دي. په خبره یې دغه کسان له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي.

https://p.dw.com/p/4fanP
هندي ځواکونه په کشمیر
هندي ځواکونه په کشمیرانځور: Faisal Bashir/SOPA Images via ZUMA Press Wire/picture alliance

د دوشنبې په ورځ د کشمیر د تر ټولو لوی ښار شرینګر په کوګام سیمه کې د پولیسو ګنه ګوڼه ډیر زیاته وه. دا ځکه چې د دې سیمې په یوه کور کې شکمن یاغیان ځای پر ځای شوي ول.

پولیسو د سې شنبې په ورځ پوه یوې اعلامیه کې چې پر ایکس ټولنیزې پاڼې خپره شوې ده، ویلي دي چې «تر اوسه پورې له دې ځایه» د دوو شکمنو کسانو جسدونه ترلاسه شوي دي. انځورونه ښيي چې په سیمه کې له یوه کوره لوګی پورته کیږي.

کشمیر د پاکستان او هندوستان تر منځ له ۱۹۴۷ کال راهیسې ویشل شوی دی. دواړه هیوادونه د دې سیمې د مالکیت ادعا لري. هغه ډلې چې د هندوستان له حاکمیت سره مخالفې دي له کلونو راهیسې وسله واله جګړه کوي. هغوی د دې سیمې د آزادي او یا هم له پاکستان سره د یوځای کیدو غوښتنه کوي.

د کشمیر په نښتو کې تر اوسه پورې په زرهاو ملکي وګړي او سرتیري وژل شوي دي. خو له ۲۰۱۹ کال راهیسې د هندوستان پر ضد مظاهرې او تاوتریخوالی ډیر کم شوی دی. دا ځکه چې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي، د دې سیمې نیمه خپلواکمني له منځه وړې ده.

خو له تیرې میاشتې راهیسې چې په هندوستان کې د رای اچوونې بهیر پیل شوی دی، یو ځل بیا د پاڅونکوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې ډیرې شوې دي. یوازې په اپریل میاشت کې درې شکمن یاغیان او یو پولیس په درو جلا نښتو کې وژل شوي. په دغو پیښو کې درې نور امنیتي ځواکونه ټپیان شوي هم دي.

یاغیانو همداراز د یکشنبې په ورځ د کشمیر په سویل کې پر یوه امنیتي کاروان باندې برید وکړ چې په پایله کې یې د هند د هوایي ځواک یو غړی ووژل شو او څلور نور امنیتي ځواکونه ټپیان شول.

آژانسونه / م.س