1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

خبرونه | 08.02.2012 | 11:42

سانټورم د امریکا په دوه ایالتونو کې مقدماتي ټاکني ګټلي دي

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د کاندیدو په سیالیو کې د جمهوري غوښتونکو مسیحي محافظه کار کاندید ریک سانټورم یو واري بیا بری موندلی دﺉ. د بیلا بیلو تلویزیوني شبکو په حواله دغه پخواني سناتور د پنسلوینیا، مینوسوټا او میسوري کې مقدماتي ټاکني ګټلي دي.

افغان، پاکستاني او د ناټو چارواکي غونډه کوي

افغان، پاکستاني او د ناټو چارواکي به د افغانستان او پاکستان تر منځ په پوله کي د لا ډیري همغږۍ د رامنځ ته کولو په موخه سره د چهار شنبې په ورځ وویني. دا د تیر کال په نویمبر میاشتي کي د ناټو له خوا د ۲۴ پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته د خپل ډول لومړۍ ناسته ده.

د بي پیلوټه الوتکي په برید کي لس شکمن کسان ووژل شول

یوي امریکايي بي پیلوټه الوتکي د پاکستان په شمالي وزیرستان کي لس شکمن کسان د چهار شنبې په ورځ وژلي دي. په دې پیښه کي بی پیلوټه الوتکي د ټپي په کلي کي پر یوه کور دوه توغندي توغولي دي. د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي دي چي د پیښي په پایله کي کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی دﺉ او ټول شکمن کسان هم وژل شوي ول. د محلي چارواکو په خبره د وژل شوو کسانو په ډله کي بهرني جنګیالي هم شامل ول.

ګیلاني محکمي ته د نه تلو له پاره عریضه وکړه

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د محکمي په وړاندي د نه ظاهریدو له پاره عریضه وړاندي کړې ده. د پاکستان ستري محکمي ګیلاني د ولسمشر اصف علي زرداري د دوسيې د نه پرانیستلو په تور محکمي ته راغوښتی دﺉ. که پر ګیلاني لګول شوي تورونه اثبات شي نو هغه به خپله دنده له لاسه ورکړي او کیدای شي چي زندان ته هم واستول شي.

په دسمبر میاشت کي د آلمان صادرات راکم شوي دي

د چهار شنبې په ورځ خپاره شوي ارقام ښيي چي د تیر کال په دسمبر میاشت کي د آلمان صادرات راکم شوي ول. نوی ارقام ښيي چي په دغي میاشت کي د آلمان صادرات ۴.۳ سلنه راکم شوي دي. دا په داسي حال کي ده چي کارپوهانو ویلي وو چي په دغه میاشت کي به د آلمان صادرات یوازي یو په سلو کي راکم شي. په ټول ۲۰۱۱ کال کي د آلمان صادرات ۱۱.۴ سلنه لوړ شوي دي.

فرانسه د ۲۰۱۲ کال په لومړیو درو میاشتو کي اقتصادي پر مختګ نه کوي

د فرانسي بانک ویلي دي چي دغه هیواد به د ۲۰۱۲ کال په لومړیو درو میاشتو کي هيڅ اقتصادي پرمختګ و نه کړي. د کارپوهانو په حواله د جنوري په میاشت کي د فرانسي صنعتي سکتور يو څه پرمختګ وکړ خو د خدماتو سکتور بیا له ستونزو سره مخامخ شوی وو.