له هغه وروسته چي چين او روسيې د سوریې په باب د امنيت شورا په غونډه کي د سوریې په وړاندي د يوې پريکړي مخنيوی وکړ، اوس آلمان د ملګرو ملتو د يوې نوي پريکړي له پاره هڅي کوي.
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما، د يکشنبې په ورځ ويلي دي چې اسرائيل لا تر اوسه داسي يوې پريکړي ته نه دئ رسېدلی چې د ايران د اټومي پروگرام په اړه راپورته شوو اندېښنو ته څرنگه غبرگون وښيي.
د سوريې پر ضد د اعلاميې پر ویتو کوونکو باندي سختي نیوکي شوي دي. دغه اعلامیه د روسيې او چين هیوادونو ویتو کړه.
د مونشن د امنیتي کنفرانس ویناولو پر بیلابیلو موضوعگانو خبري وکړي. په اروپا کي د آلمان مخکښ نقش، له افغان امنیتي ځواکونو سره مرستي، د اروپا د پورونو کړکیچ او دې ته ورته نوري موضوعگاني د دغه کنفرانس په اجندا کي شاملي وي.
د مصر په پورټ سعید ښار کې د فوټبال په لوبه کې تر تاوتریخوالي وروسته په نوو لاریونونو کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي او په سلگونو نور ټپیان شوي دي. لاریون کوونکي امنیتي ځواکونه د مظاهرو په کنترول کې په پاته راتلو تورنوي.
د ځانګړي ناستي د رابللو خبر په ناڅاپي ډول خپور شو. د امنيت شورا غواړي چي په لنډ وخت کي د سوريې پر ضد د اعلاميې په هکله رايي واچول سي. روسيې ویلي دي چي د نوي اعلاميې مخه به ونيسي.
دویچه ویله خپلو انترنټي او ټلویزیوني خپرونو ته نوي بڼه ورکوي. په دې ترڅ کي به د دویچه ویله انترنتي پته هم بدلون ومومي او د تلویزیون په خپرونو کي به ئې هم ډیري نوي خپروني او ډیر شمیر نوي چاینلونه شامل شي.
د پاکستان سترې محکمې د دغه هیواد لومړی وزیر د ولسمشر پر ضد د درغلیو د دوسیي د نه پرانیستلو له کبله د محکمې د سپکاوي په تور تورن کړی دﺉ. دغه نوی کړکیچ ښايي لومړی وزیر خپلي څوکۍ پریښودلو ته اړ کړي.
د مونشن امنیتي کنفرانس به سږ کال د نړۍ پر مهمو موضوعگانو بحث وکړي. د کنفرانس مشر په یوه مرکه کي ویلي دي چي له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو د وتلو نیټه باید اعلان شوې نه وای.
د آلمان صدراعظمي انګلا میرکل، چین ته د خپل سفر په ترڅ کي له دغه هیواد څخه وغوښتل چي پر ایران باندي له خپل نفوذ څخه کار واخلي او دغه هیواد د اټومي وسلو له جوړولو څخه پرشا کړي.
د امریکا د استخباراتي اداري مشر ویلي دي چي د اوباما ادارې له هغه څخه د طالب بندیانو د لیږد په بهیر کي مرسته غوښتې ده.
په دغه کال په پاکستان، جاپان، امریکا او يو شمېر نورو هيوادونو کي ډير انسانان مړه سول
د بشري حقونو یو شمیر فعالان چي د ځینو ئې د ګوانتانامو بندیانو په شان جامي هم په تن دي، د سپیني ماڼۍ مخ ته راټول شوي دي او د ګوانتانامو زندان د تړلو غوښتنه کوي.